د پاسپورټ عمومي رییس مولوي علم ګل حقاني ویلي، د تخنیکي مشکلاتو پر اساس ځینو ولایتونو کې د پاسپورټونو وېش لړۍ بنده شوې وه، چې د ستونزو په حل سره به بېرته پيل شي.
حقاني ویلي، تر دوو اونیو پورې به زموږ وسایل او پرسونل بشپړ شي، چې ور سره به په شپږو ولایتونو کې د پاسپورټ اېشلو لړۍ هم پیل شي.
د پاسپورټ رییس د هغو ولایتونو نومونه، چې اېش به په کې پيلېږي، نه دي په ګوته شوي.
مولوي حقاني همداراز ویلي، کابل کې د پاسپورټونو اېش په ښه ډول دوام لري او تر اوسه یې له پنځوس زرو زیات پاسپورټونه اېشلي دي.