د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي، افغان حکومت ته په دې ناسته کې بلنه نه ده ورکړل شوې او ګډون په کې نه کوي، خو هیله لري چې تر سره کېدونکې ناسته ښې پایلې ولري.
پاکستان، چین، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او روسیه هغه هېوادونه دي، چې استازي به یې په دې غونډه کې ګډون وکړي او په افغانستان کې به د پراخ بنسټه ملي حکومت پر جوړېدو او سوله خبرې وکړي.
د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته دا دویمه سیمه ییزه غونډه ده، چې د افغانستان په تړاو جوړېږي.
دا غونډې داسې مهال جوړېږي، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت حکومت تر اوسه د هېڅ هېواد له لورې په رسمیت نه دی پېژندل شوی.