فایننشل ټایمز د اروپايي ټولنې د پریکړې له مخې خبر ورکړی، چې له طالبانو سره د تعامل او له دغې ډلې سره د محدودو اړیکو د پراختیا لپاره په کابل کې خپل دفتر پرانیزي.
سرچینه وایي، اروپايي ټولنه به د بشري مرستو د رسولو او نورو ډيپلوماتیکو چارو په موخه خپل دفتر تر راتلونکې یوې میاشتې پورې پرانیزي.
همدا راز بروکسل غواړي، چې په افغانستان کې د تخلیې ماموریت په موخه هم خپلو چارو او فعالیتونو ته ادامه ورکړي.
اروپايي ټولنه په تېرو شلو کلونو کې له افغانستان سره ستر مرستندویه بنسټ بلل شوی او د دې احتمال شته، چې د دفتر په پرانیستل کېدو سره یې په بیلا بېلو برخو کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
په ورته وخت کې ملګري ملتونه وایي، په افغانستان کې دې ټول بنسټونه د اقتصادي ماتې د مخنیوي لپاره هڅې وکړي.