د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرسیتال ذبیح الله مجاهد وايي، هغه کسان چې په تیرو شلو کلونو کې پر فساد ککړ وو، نور نه شي کولی،چې د مقاومت او یا پر بل نوم خلک وګواښي.
مجاهد وایي،پر فساد ککړ کسان نور د دولت په چوکاټ کې ځای نه لري او که د جګړې غوښتونکي وي،حکومت یې پر وړاندې مبارزې ته چمتو دی.
مجاهد دا څرګندونې وروسته له هغې کوي،چې عبدرب الرسول سیاف او عطامحمد نور پر خپلو فیسبوک پاڼو د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي مقاومت د عالي شورا تر سرلیک لاندې د یوه سیاسي تشکیل له جوړېدو خبر ورکړی دی.