د افغانستان بهرنیو چارو چارسمبالي وزیر امیر خان متقي د شبنې پر ورځ د « ۱۴۰۰ کال د لړم پر ۱ » کابل کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) له مشرې ډیبور لاینز سره لېدنه کړې.
په لېدنه کې لاینز متقي ته ډاډ ورکړی دی،چې امریکا کې به د افغانستان اقتصادي وضعیت د ښه کېدو په اړه غږ پورته کړي.
لاینز ویلي،افغانستان ته د بشري مرستو رسولو لپاره يې خپل همکاران زيات کړي او په نږدې راتلونکې کې به امريکا ته سفر وکړي،تر څو هلته د افغانستان د بانکې سيستم بېرته فعالولو په اړه غږ پورته کړي،
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، متقي د ملګرو ملتونو له هڅو مننه کړې او ډاډ یې ورکړی دی،چي اسلامي امارت د بشري مرستو د رسولو لپاره پوره چمتووالی لري.
دا څرګندونې داسې مهال کېږي،چې امریکايي چارواکو څو ورځې وړاندې یو ځل بیا ټېنګار وکړ،چې د افغانستان نږدې لس میلیارده ډالر شتمني چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي، طالبانو ته و نه سپاري.