د کورنیو چارو وزارت مطبوعاتي رییس او ویاند سعید خوستي ویلي، د کابل شکردرې ولسوالۍ کې د وارداتي برېښنا پایې الوځولو په تور درې کسان نیول شوي دي.
وړمه شپه د کابل شکر درې ولسوالۍ اړوند مراد بېګ سیمه کې د وارداتي برېښنا یوه پایه په بمونو والوځول شوه، چې له امله یې د کابل په ګډون د یو شمېر ولایتونو برېښنا پرې شوه.
له بل لوري د برېښنا شرکت چارواکو ویلي، د نړېدلې پایې پر جوړولو کار روان دی او تمه ده، چې د نن ورځې تر پایه به پرې شوې برښنا بېرته وتړل شي.