Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کندهار کې د ځمکني توتانو کښت ښه پایله ورکړې

admin by admin
2021/10/23

په کندهار کې یو شمېر د ځمکني توتانو بزګران وايي، د ځمکني توتانو کښت ښې پایلې ته په کتو،اوس د شنو خونو ترڅنګ په خلاصه فضاء کې یې هم ځمکني توتان کرلي او په خبره یې  د دې ولایت هوا د دغه کښت لپاره مناسبه ګڼي.

د هدایت الله په نوم یو بزګر وايي:« د ځمکني توتانو د یوه جریب له کښته شااوخوا ۵۰۰ زره افغانۍ اخلو. دا توتان د ثور میاشت کې ډېر حاصل ورکوي. د حاصل اصلي وخت یې هم همدا دی.»

اخوا د یاد ولایت د کرنې ریاست مسوولين بیا وايي،یاد امتحاني کښت ښه پایله ورکړې او  په وینا یې د ترویج هڅې يې پیل  شوي دي. 

د مسوولينو په خبره، سږ کال به بازار ته له ۴۰ تر ۴۵ مټریک ټنو پوري ځمکني توتان بازار ته وړاندې شي.

بل پلو د کرنیزو چارو یو شمېر پوهان وايي،ځمکني توتان تر زعفرانو وروسته دوهم کښت دی،چې د کوکنارو ښه بدیل کېدی شي.

دوی وايي، د کښت چارې يې اسانه او ساده،خو حاصلات او په بازار کې يې تقاضاء زیاته ده.

د کرنیزو چارو پوه  محمد الله وايي:« که څېرې د یوه جریب حاصلاتو ته وګورو، څېړنه پرې وکړو، تجربه پرې وکړي،  بیا یې حاصل وګورو،چې د ۲۰۰ زرره افغانیو حاصل کوي  یا د ۳۰۰ زره افغانیو حاصل کوي. دا بیا تریاکو سره پرتله کړو.  موږ دا فکر کوو،چې  زعفران د تریاکو ښه بدیل دی.  ځمکني توتان یې ښه بدیل دی، کبان یې ښه بدیل  دی، سویابین یې ښه بدیل دی. نور ډېر نباتات هم دي،چې د تریاکو پر وړاندې ښه رقابت کولای شي.»

که څه هم انار، انګور، زردالو، شفتالو او انځر د کندهار له مشهورو تازه مېوو شمېرل کېږي، خو بڼوال یې له حاصلاتو څخه ځکه ناخوښ دي،چې د ساتلو لپاره یې امکانات کم او بهرنیو بازارونو ته د ليږد لپاره یې حکومت لاس نیوی نه دی کړی.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist