دغه سینما ګانې په ممبۍ کې له تېر یو نیم کال راهیسې د کرونا ویروس له امله تړل شوې وې، چې هندي سینما ته یې میلیونونه هندي کلدارې زیان رسولی دی.
روغتیايي چارواکي وايي، سینما ګانې بېرته پرانیستل شوې دي، خو یو شمېر محدودیتونه اوس هم موجود دي.
په دې تړاو تېره میاشت حکومت یوه تګلاره او لارښود وړاندې کړی، چې هماغه تګلاره باید تعقیب شي.
په هندي تلویزیونونو کې هم ځینې داسې خپرونې وې، چې ګډونوال یې درلودل او اوس د دغو ګډونوالو کچه ډېره راټیټه شوې وه.
هندي سینما هر کال څه باندې ۲ زره فلمونه جوړوي، چې ټولټال کلنۍ سرمایه یې ۲.۸ میلیارد ډالره ګڼل شوې ده.
د هند ممبۍ ښار د بالیووډ سینما لپاره پیژندل کېږي، چې هر کال په کې میلیونونه پانګونه کېږي او میلیاردونه هندي کلدارې په کې ښکته پورته کېږي.
هند کې سینماګانې داسې مهال پرانیستل کېږي، چې وړمه ورځ روغتیايي چارواکو اعلان وکړ، چې په دغه هېواد کې یو میلیارد کسانو یو ډوز واکسین کړی دی.