Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د مسکو ناستې څنډه کې د اسلامي امارت پلاوي لېدنو پاکستان ورخطاء کړی

admin by admin
2021/10/23

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي په دې باور دي،چې د مسکو ناستې په څنډه کې د هند په ګډون د منځنۍ اسیا یو شمیر هېوادونو له استازو سره د اسلامي امارت پلاوي لېدنو اسلام‌ اباد وارخطاء کړی او د افغانستان په تړاو یې پالیسي بدله کړې ده.

دوی وايي، د اسلامي امارت له مشرتابه سره د دغو اندیښنو د شریکولو لپاره اسلام اباد په بېړه کابل ته پلاوی راولېږه او دلته یې په یوشمیر مهمو امنیتي مسایلو بحث او خبرې وکړې.

د سیاسي چارو شنونکی عزیزمعارج  وايي:«  په باطن کې دا یو سیاسي او استخباراتي سفر و،ځکه د مسکو له ناستې وروسته هلته طالبانو د مسکو له چارواکو سره بیا هند، ایران ، چین او د ناستې  د لسو ګډون کوونکو هېوادونو سره د ناستې په څنډه کې لېدنې درلودې. دوی دلته اندیښنې پیدا کړې،که چېرې افغانستان د مرکزي اسیا له هېوادونو سره سوداګرۍ او اړیکې پیدا کړي،نو پاکستان د خپل سیال هند په تړاو زیات اندیښمن و او کابل ته راغلل، چې ځان پوه کړي.»

خو اسلامي امارت وايي، له پاکستاني پلاوي سره یې پر اقتصادي راکړې ورکړې، د افغان سوداګرو لپاره د اسانتیاوو برابرولو او پښتونخوا او پاکستان ته د عامو افغانانو د تګ راتګ په برخوکې هوکړې کړي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرسیتال ذبیح الله مجاهد وايي، نه باید د یوې اندیښنې لپاره ټول ولس په ستونزو کې واچول شي او د تګ راتګ مخه یې ونیول شي.

مجاهد زیاته کړه:« ژمنې یې دا وکړې،چې افغان ګډوالو او  ناروغانو ته به سهولتونه برابروي او کوشش به وشي،چې ویزه تورخم کې ورکړي او د تورخم لار به ۲۴  ساعته خلاصه وي،خو د مسافرو لپاره به ۱۲ ساعته وي او په دغو مسایلو یې ژمنې وکړې. پاکستان امنیتي اندیښنې لري او دروازو د بندیدو علت هم  امنیتې اندیښنې وې،چې دوی په ګوته کړې او زیاته ګړه،چې ډېرو خلکو ته د تګ اجازه ځکه نه شي ورکولای،چې موږ امنیتي  اندیښنه لرو. پر دې دا خبره وشوه،چې تاسو خپل امنیتي اورګانونه لرئ، که څوک شکمن کس او یاهم له وسلې سره دراوړي په دې خبره او بحث کیدای شي،خو نباید د دې لپاره د ټولو خلکو مخه ونیول شي او ستونزې ورته پیدا شي،په دې مو سره بحث وکړ.»

د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي پر مشرۍ د پاکستان جګپوړی پلاوی،چې دوه ورځې وړاندې په یوه ورځيني سفر کابل ته راغلی و، په ترکیب کې یې د پاکستان استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید او یو شمیر نورو پوځي چارواکو برخه درلوده.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist