لېز ترس د اقتصادي، ټکنالوژي او امنیتي مسایلو په تړاو هندي چارواکو سره د خبرو اترو لپاره تېره ورځ دغه هېواد ته تللې ده.
هندي چارواکي وايي، د دغې ناستې یوه مهمه اجنډا د اقلیم بدلون هم دی، چې دواړه لوري به پرې پراخ بحثونه وکړي.
د بریتانیا بهرنیو چارو وزیرې هند کې له خپل هندي سیال سره په یوه خبري کنفرانس کې ویلي، دغه هېواد یې نږدې همکار دی او تل یې له یوه بل سره د ولسواکۍ په رڼا کې ښې اړیکې پاللې دي.
لېز اعلان وکړ، چې د ټکنالوژي په برخه کې به هند کې څه باندې ۵۰ میلیون پونډه پانګونه وکړي.
تر دې وړاندې هم بریتانیا له هند سره د ښو اړیکو یو چوکاټ ټاکلی، چې تر ۲۰۳۰ کال پورې دوام لري.
د اقتصادي وضعیت رغېدو سره له تېرو څو کلونو راهیسې ګڼ لوېدیځ هېوادونه هند ته را مات شوي دي.