د جو بایډن ادارې کانګرس ته ویلي، له پاکستاني لوري سره دې هوکړې ته نږدې شوي،ترڅو د دوی له حریم په افغانستان کې پوځي او استخباراتي عملیات تر سره کړي.
د راپورونو له مخې امریکا غواړي،له دې لارې افغانستان کې د داعش خراسان ډلې پر ضد هوایي عملیات وکړي.
د بایډن حکومت درې مهمو چارواکو چې نومونه یې نه دي پر ډاګه شوي،سي این این ټلویزیون ته ویلي، د دې ډېر احتمال شته،چې پاکستان له خپل هوايي حریم امریکایي الوتکو ته په افغانستان کې د بریدونو د تر سره کولو لپاره اجازه ورکړي.
له بل لوري داسې راپورونه هم شته،چې پاکستان له امریکا سره دغه هوکړه په دې مشروطه کړې،چې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې ورسره همکاري وکړي او د هند پر ضد یې نړیوال دریځ کې ملاتړ وکړي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزیر د تیرې پنجشنبې پر ورځ له کابل لېدنه وکړه،خو هغه څه چې رسنیز شول،هغه د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او د لارو د خلاصون یادونه وه.
امریکا له پاکستان سره یو ځل بیا افغانستان کې د هوايي بریدونو ترسره کولو په اړه هوکړې ته نږدې شوې