چین د دغې غونډې له نورو ګډونوالو وغوښتل، چې له افغانستان سره مرسته وکړي، تر څو افغانان خپل هېواد بيا ورغوي.
په یاده غونډه کې د چین استازي وویل، دوی کولای شي خپله سيمه لا امن، لا همکاره او باثباته کړي.
هغه ویلي، دوی د طالبانو په مشرۍ حکومت سره کار کوي او د افغانستان په کورنيو چارو کې مداخله نه کوي.
چین دغه راز ویلي، افغانستان سره خپلو رغنده اړيکو ته دوام ورکوي او زیاته کړې یې ده، چې انتظار باسي افغانان څنګه خپل راتلونکی په خپله ټاکي.
چین ویلي، نړيواله ټولنه بايد په تېرو دوو مياشتو کې افغانستان کې ښه پرمختګونه وهڅوي.