Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پیسو نړیوال صندوق: د  افغانستان  اقتصادي وده ښايي له ۳۰ سلنې راکمه شي

admin by admin
2021/10/21

د پیسو نړیوال صندوق په تازه خپور شوي سیمه ییز اقتصادي راپور کې د افغانستان پر وضعت اندېښنه ښوول شوې ده. 

راپور کې ویل شوي، پر افغانستان د طالبانو حاکمیت سره د خلکو اقتصاد ځپل شوی او ښایي د دې  هېواد د کورنیو ناخالصو عوایدو کچه تر ۳۰ سلنې هم راټیټه شي، چې پایله یې بشري ناورین او ډلییزه کډوالي رامنځته کولی شي.

یاد صندوق وایي، افغانستان سره د غیر بشري مرستو درېدل، بانکونو کې د نغدو پیسو نشتون او د نږدې لس میلیارده ډالرو کنګل هغه عوامل دي، چې په دې هېواد کې اقتصادي رکود رامنځته کوي.

دا راپور داسې مهال خپرېږي، چې د امریکا مالیې وزارت مرستیال ولي ادییوم  د افغانستان کنګل شوې پانګې له آزادولو انکار کړی دی.

ادییوم وايي:« موږ به په هېڅ ډول شرایطو کې طالبانو ته اجازه ورنه کړو، ترڅو هغو پیسو ته لاسرسی پیدا کړي، چې د دوی نه بلکې د افغانستان د خلکو دي. دا اړینه ده، چې پر طالبانو زموږ فشارونه او محدودیتونه روان وي، خو په ورته وخت کې د داسې لارو چارو په لټه کې یو، چې د افغانستان خلکو ته بشري مرستې ورسوو.»

امریکا د افغانستان نږدې لس میلیارد ډالره شتمني کنګل کړې، خو افغانانو سره یې د بشري مرستو پر دوام ټنګیار کړی دی.

اخوا اقتصاد پوهان بیا وړاندیز کوي، چې طالبان دې د مسکو غونډو په څېر په لویو سټېجونو کې د کنګل شوې شتمنۍ د خلاصون لپاره نړیوال قانع کړي، تر څو د راتلونکي بشري ناروین مخه ونیسي.

د اقتصادي چارو شنونکی نور الله عزیز وايي:« که نړی غواړي، چې افغانستان نویمې لسیزې ته ونه ګرځي، باید مرسته ورسره وشي او طالبان باید ځان ته قوي لابي وکړي. مسکو غونډه یو فرصت دی، چې د بشري ناورین مخه ونیول شي.»

ځینې نور بیا د افغانستان اقتصادي رکود ځکه نوی نه بولي، چې په وینا یې پر بهرنیو مرستو ولاړ هغه دی او ټینګار کوی، چې عادي حالت ته یې بېرته راګرځول همدې مرستو او د کنګل شویو پیسو آزادولو ته اړتیا لري.

دوی همداراز تینګار کوي، چې طالبان دې د اقتصادي بدیل په توګه پر کور دننه له شته عایداتي منابعو ګټه واخلي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالنصیر ریشتیا وايي:« دا چې د افغانستان اقتصاد په بهرنیو مرستو ولاړ و نو دا ډول رکود په کې عادی و. نړېوال دې د افغانستان پیسې خلاصې کړې ترڅو دلته بیا پروژې پیل شي. او د افغانستان حکومت ته پکار ته چې پر خپلو بنسټیزو پروژو کار وکړي او اقتصاد پیاوړی کړی.»

د پیسو نړېوال صندوق که څه هم د افغانستان اقتصادي رکود د اسلامي امارت له راتګ راوروسته اټکل کړی، خو وایي، عوامل یې کابل ته د اسلامي امارت له راتګ مخکې موجود و، چې له ډلې یې کورونا وبا  او وچکالي هم ښودل شوي دي.

یاد صندوق له نړېوالې ټولنې غوښتي، چې افغانستان ته دې بشري مرستې زیاتې کړي او پر روغتیا او د پوهنې پر سکتورنو دې تمرکز زیات کړي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist