Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

محمود: د ښځو چارو وزارت پر نوې تګلاره کار روان دی

admin by admin
2021/10/21

د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزیر شیخ محمد محمود د چهار شنبې پر ورځ د « ۱۴۰۰کال د تلې پر ۲۸ مه»  د کندهار ولایت د ښځو چارو ریاست د امر بالمعروف  او نهيي عن المنکر په نوم ونوماوه.

په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې محمود وویل، مبارزه يې د اسلامي احکامو د تطبیق لپاره وه،‌ خو داسې ګام نور نه اخلي، چي د امر بالمعروف د اوامرو د تطبیق په نوم د چا عزت او حیثیت ته زيان ورسېږي.

محمود زیاته کړه:« یوازې امر باالمعروف دې ته نه وايي، چې موږ عوام ونیسو او هغه ډبوو، بلکي موږ به امربالمعروف له خپلو مجاهدینو راپیل کړو.»

د طالبانو د کابيني دغه غړي يو ځل بيا د مېرمنو د حقونو او د نجونو د تعلم په اړه د طالبانو مخالفت رد کړ او ويې ویل، طالبانو د ښځو چارو وزارت له منځه نه دی وړی، بلکي د مېرمنو د حقونو د دفاع لپاره د ښځو چارو وزارت او د نجونو د تعلم پر نوې تګلاره کار روان دی.

محمود زیاته کړه:« اسلامي امارت یوازې تش په نوم د ښځو لپاره وزارت نه غواړي، بلکې موږ غواړو، چې د ښځو لپاره واقعي حقوق ورکړو او د هغوی ستونزې حل کړو.»

بل پلو د کندهار د امر بالمعروف او نهي عن المنکر تازه ټاکل شوی مشر شیخ الحدیث عبدالرحمن منیر وايي، د ټولني د ثبات لپاره به هر ګام له ديني عالمانو سره پر ګډه پورته کوي.

منیر زیاته کړه: موږ به کوشش وکړو، چې د کندهار له جیدو عالمانو ښې مشورې تر لاسه کړو او د هغو مشورې به نظر کې ونیسو، تر څو په یوه علمي طریقه دغه پروسه مخکې یوسو.»

که څه هم د طالبانو د مخکني دولت پر مهال د امر بالمعروف او نهي عن المنکر فعاليت جبري وو، خو دا ځل چارواکي وایي، په ټولنه کې به د تېر خلاف د نرمۍ له لارې د منکراتو پر وړاندي مبارزه کوي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist