په پام کې ده، چې ناټو سازمان نن په بروکسل کې د افغانستان د وضعیت په تړاو دوه ورځنۍ بېړنۍ غونډه وکړي.
په دغه ناسته کې به د افغانستان د وضعیت سربېره د روسیې، چین او اروپايي ټولنې موضوع په اړه هم خبرې وکړي.
راپورونه وايي، غونډه کې به له افغانستانه د ناټو ځواکونو له وتلو وروسته د امنیتي وضعیت په اړه او د شل کلنو لاس ته راوړنو د ساتنې په تړاو خبرې وشي.
ویل کیږي، چې د ناټو سازمان د دفاع وزیرانو په دې غونډه کې به د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې په اړه هم بحثونه وشي.
دا غونډه به د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د افغانستان په تړاو د ناټو لومړۍ بېړنۍ غونډه وي، چې نن ترسره کېږي.