Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د مسکو کنفرانس: ګډونوالو له افغانستان سره پر بشري مرستو ټېنګار وکړ

admin by admin
2021/10/21

 د روسیې پر کوربتوب د افغانستان په اړه کنفرانس د چهارشنبې په ورځ د « ۱۴۰۰ کال د تلې پر ۲۸ مه» مسکو کې ترسره شو.

په دغه نړیوال کې کنفرانس کې که څه هم د امریکا متحده ایالتو ګډون ونه کړ، خو  د سیمې ګڼ شمېر هېوادونو استازو په کې ګډون کړی و.

افغانستان کې د ترهګرو ډلو فعالیت، مخدره مواد، کډوالي، د طالبانو پر مشرۍ د نوي حکومت رسمیت پېژندنه او بشري مرستې د بحث مهم ټکي وو.

کنفرانس کې د  اسلامي امارت ګډون د تېرو ناستو سره په توپير و او دا ځل د یو حکومت په توګه حاضر وو.

کنفرانس ته په وینا کې د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي وویل، افغانستان کې اوس یو واحد حکومت او زعامت منځ ته راغلی او ډاډ یې ورکړ، چې د یو مسوول حکومت په توګه د سیمې ټولو هېوادونو او ګاونډیانو ته ډا‌ډ ورکوو، چې له افغانستان څخه به ورته ګواښ پېښ نه شي.

عبدالسلام حنفي همدا راز له نړیوالو غوښتنه وکړه، چې د طالبانو پر مشرۍ واک ته رسېدلی حکومت باید پر رسمیت وپېژندل شي.

حنفي زیاته کړه:« اوس چې افغانستان کې د اسلامي امارت د زعامت لاندې یو نوی اسلامي حکومت منځ ته راغلی دی، د یوه مسوول حکومت په توګه د نړۍ ټولو هېوادونو ،سیمې او ګاونډیانو ته ډاډ ورکوو، چې افغانستان کې امنیتي وضیعت د باور وړ دی او هېڅ ګواښ زموږ له لوري نږدې ګاونډیو هېوادونو ته نه شته. له دې امله له نړیوالو غواړو، چې اوسنی حکومت پر رسمیت وپېژني او د افغانستان منزوي کول د هېڅ لوري پر ګټه نه دی.»

که څه هم د اسلامي ‌امارت پلاوي د ناستې غړو هېوادونو ته ډاد ورکړ، خو مسکو په افغانستان کې د داعش او القاعده ډلو د فعالیتونو او همدا راز د مخدره توکو په کرکیله او قاچاق خپله اندېښنه څرګنده کړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف وویل، د داعش او القاعده په څېر ډلې غواړي، خپلو بریدونو ته دوام ورکړي.

لاوروف زیاته کړې:« د داعش او القاعدې په څېر ترهګرې ډلې اوس غواړي، له دې بې ثباتۍ ګټه پورته کړي او په افغانستان کې خپلو بریدونو ته زور ورکړي. په افغانستان کې د مخدره توکو ستونزه لا هم پر ځای ده او د دې وېره شته، چې ګاونډیو هېوادونو ته د کډوالو په مرسته مخدره توکي او ترهګري انتقال شي.»

سرګي لاروف دغه راز زیاته کړه، چې د طالبانو بدیل نه شته او د دوی پر رسمیت نه پېژندل به افغانستان کې د بشري ناورین لامل شي، خو په وینا یې افغانستان کې اوسني وضیعت ته یو ثابت وضیعت نه شي ویلی.

لاوروف زیاتوي:« له یوه اړخه د اټکل شوې راتلونکې لپاره له طالبانو پرته بل بدیل نشته او له بل اړخه، د طالبانو پر رسمیت نه پیژندل، اقتصادي او مالي ستونزې، بشري ننګونې چې اوس ورسره طالبان مخ هم دي، موږ یې ثابت وضیعت نشو بللی.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر دغه راز له طالبانو وغوښتل، چې پر خپلو ژمنو ودرېږي او ترهګرو ډلو ته باید اجازه ورنه کړي، چې افغانستان د مرکزي اسیا او نورو هېوادونو پرضد وکاروي.

د اسلامي‌امارت استازي بیا په خپله وینا کې ویلي، په تېر کې هم فشارونو پایله نه ده ورکړې او دوی به هېڅکله د فشار په پایله کې کومې داسې معاملې ته تیار نه شي، چې هغه د افغانانو د غوښتنو او ارزښتونو پر زیان وي.

د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي همدا راز د امریکا پر متحده ایالتو غږ وکړ، د افغانانو کنګل کړې پانګه دې بېرته افغانستان ته ورکړي او د دا ډول فشارونو پرځای دې عامو افغانانو سره مرستې وکړي.

حنفي زیاته کړه:« د امریکا په متحده ایالاتو غږ کوم، چې د افغانستان د مرکزي بانک کنګل شوې پیسې ازادې کړي. دا په حقیقت کې د افغانانو پانګه ده او نه باید زموږ خلک د سیاسي پلمو بیه ورکړي.غواړم واضح کړم، چې اسلامي امارت په تېر کې هم د ملي ارزښتونو، ازادي ساتلو او د ملي ګټو لپاره د هېڅ هېواد فشار ته نه دی تسلیم شوی او نه به داسې معاملې ته تیار شي، چې زموږ خلکو ته د منلو وړ نه وي. د فشارونو پایله په تېر کې څرګنده شوې، چې نتیجه نه لري.»

تحلیل کوونکي وایي، د مسکو د ناستې سم لاسي پایله نه شي ترلاسه کېدای، خو اسلامي امارت ته فرصت په لاس ورکوي، چې څنګه کولای شي نړیوالو سره تعامل وکړي او د خپل هېواد اقتصادي او سیاسي څرخ تاو کړي.

د مسکو په ناسته کې چې نږدې لسو هېوادونو برخه درلوده، افغانستان سره یې پر بشري مرستو ټینګار کړی دی.

هند پرنړیوالو غږ کړی، چې له افغانانو سره بشري مرستو ته دوام ورکړي، چین بیا ویلي، له طالبانو سره کار کوي او د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهنې نیت نه لري. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist