مسکو ته د افغانستان د اسلامي امارت تللي پلاوي د مسکو فارمټ له ناستې وروسته د سیمې د درېیو سترو هېوادونو په ګډه ناسته کې هم برخه واخېسته.
په دغه څلور اړخیزه ناسته کې پر مهمو موضوعاتو هر اړخیزې خبرې شوې دي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، ناسته کې پاکستان، روسیې او چین ژمنه وکړه،چې د افغانستان اسلامي امارت سره به خپلو تعاملاتو ته ادامه ورکوي او پر ګډه سره به هڅه وکړي،چې د افغانانو کنګل شوې پیسې راخلاصې کړي.
د بلخي په خبره، پاکستان، روسیې او چین په افغانستان کې له رامنځته شوي امنیت خوښي ښودلې او د اسلامي امارت د هڅو ستاینه یې کړې ده.