د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په دویمه تمریناتي لوبه کې ویسټ انډیز ته په ۵۶ منډو ماتې ورکړه.
لومړی افغانستان توپ وهنه پیل کړه، چې په ټاکلو شل اورونو کې یې د پنځه لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۸۹ منډې جوړې کړې او خپلې سیالې لوبډلې ته یې د ۱۹۰ منډو هدف وټاکه.
ویسټ انډیز لوبډلې بیا د ټولو اورونو په لوبولو سره خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۱۳۳ منډې یې جوړې کړې، چې لوبه یې پر افغان لوبډلې وبایلله.
د افغانستان لومړنیو توپ وهونکو ښه پیل واخیست، حضرت الله ځاځي ۵۶ او محمد شهزاد ۵۴ منډې جوړې کړې او جالبه دا وه چې کپټان محمد نبي بیا په توپ اچونه کې په څلور اورونو کې یوازې دوه منډې ورکړې او د ویسټ انډیز درې لوبغاړي یې وسوځول.