د مزار د قول اردو قومندان مولوي عطاء الله عمر ویلي، په پام کې لري چې د هېواد په شمال کې د اسلامي امارت له ځواکونو یوه پیاوړې اردو جوړه کړي.
مولوي عطاء الله عمر ویلي، دغه اردو به له اسلامي امارت او پخوانیو ځواکونو جوړه کړي.
مولوي عمر ویلي، هېڅ هېواد ته د یرغل او اشغال اجازه نه ورکوي او یاده اردو به له زده کړو وروسته په يونيفورم، سپکو او درنو وسلو سمبالېږي او د هېواد د شمالي ولايتونو او ولسواليو د امنيت خوندیتوب لپاره به ګومارل کېږي.