د کابل ښار یو شمېر اوسېدونکي وايي، په بازارونو کې که څه هم د نورو توکو بیې اوس هم لوړې دي، خو خوښ دي، چې د اوړو او غوړیو بیې بېرته یو څه رالوېدلې دي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکي وايي:« موږ ډېر خوشبينه کېږو، څومره چې بیې ټيټيږي، همدومره د کاروباريانو يا سوداګرو طبقه چې ده، همدومره د دوی ګټه ډېريږي. څومره چې لوړيږي، خلک یې نه اخلي. د بیلګې په ډول خلک يوې بوشکې ته ضرورت لري، هغوی کوشش کوي، يو لېتر واخلي.»
د کابل ښار یو بل اوسېدونکی بیا وايي:« موږ وايو، چې خدای دې وکړي، په ۱۵۰۰ شي، په ۱۷۰۰ شي، په ۱۸۰۰ شي، د پخوانيو بیو غوندې شي، چې د يو غريب کار ورسره وشي. دا خلک ټول غريبان دي، ډېر مشکلات لري. له اسلامي امارته مو هېله دا ده، چې بیې مهار کړي.»
په تېرو دوه میاشتو کې د افغانستان بازارونو کې تر بل هروخت د خوراکي توکو بیې هم لوړ شوي او یوازینی لامل یې د افغانستان پانګې کنګل دی.
خو تازه له قرغزستان سره د غوړیو برخه کې او قزاقستان سره د زرګونه ټنه اوړو قرارداد په بازارونو کې د غوړیو او وړو بیې تر پخوا ټيټې کړي، چې کابل ښاریانو پرې خوښي ښودلې.
هټۍ وال او د لویو ګودامونو مالکين یادو خوراکي توکو د بيو ټیټوالي لامل په ګمرکونو کې د محصول کمښت یادوی او په دې برخه کې وروستۍ هڅې ستایي.
یو تن هټۍ وال وايي:« اوس له مزار شریف ښار نه په ۲۰۰۰ افغانۍ راشي، نو دلته اوس په ۲۰۳۰ فروشات دي. ۲۵۰ افغاننۍ په يوه اوه منۍ بورۍ کې الحمدلله تغیر راغلی دی. يو څه د اسلامي امارت همکاري وه، چې په ګمرکاتو کې محصول کم شوی دی.»
ځينې هټۍ وال بیا وايي، هغه وخت، چې د اوړو بيه تر ۲۳۰۰ رسېدلې وه، خرڅلاو یې کم وه، خو اوس چې د یوې بورۍ اوړو بیه یونیم سل افغانۍ ټيټه شوې، پلور یې زیات شوی دی.
یو تن هټۍ وال وايي:« کله چې بیې پورته ولاړې شي، نو پېرېدونکي کمېږي، د دې لپاره چې جنس قيمته کېږي، چې زموږ اقتصادي حالت خراب دی. د اخېستلو وس نه لري، هرکله چې بیې ټيټې شي، بېرنج غوړي او نور، بيا یې هر څوک د اخېستلو توان لري.»
که څه هم د اوړو او غوړیو بیو ټيټېدو عام خلک هیله من کړي، خو شته ډیرې کورنۍ چې له لوږې کړېږي او له مسوولینو نه د کار غوښتنې سربېره د مرستو غوښتنه لري.
د ملګرو ملتونو د راپور له مخې، دا مهال شل میلیونه افغانان له فقر سره مخ دي، چې ډېری یې بېړنیو بشري مرستو ته اړتیا لري.