• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا زرمت ولسوالۍ قومي مشران: د ولور کموالي په اړه تړون ښه پایله ورکړې

admin by admin
2021/10/20

په سوېل کې د پکتیا زرمت ولسوالۍ یو شمېرقومي مشران وايي، ۱۰ کاله وړاندې د  قومي پریکړې له مخې ولور ۳۵۰ زره افغانۍ ټاکل شوی،چې ښه پایله یې ورکړې او په خبره یې  په ټولو سیمو کې پلی کېږي.

دوی وایي، د ولور کموالي پریکړه یې د خلکو اقتصادي ستونزو ته په کتو تر سره کړې او سرغړوونکي د کلي له مړي ژوندي اېستل کېږي او ۵۰ زره افغانۍ ناغه هم ترې اخېستل کېږي.

د زرمت ولسوالۍ یو تن قومي مشر وايي:«د خلکو اقتصادي ستونزو ته په پام سره مو پریکړه وکړه،چې ولور، ګاڼه او نور مصارف باید راکم کړو، چې ښه پایله یې ورکړې ده.»

د زرمت ولسوالۍ یو بل تن قومي مشر بیا وايي:«د زرمت دیني عالمانو قومي مشران ټول سره را غونډ شول او پریکړه یې وکړه، چې دری ۳۵۰ زره افغانۍ او تر شپږ لکه کلدارې به ولور اخېستل کېږي.»

لوړ ولور پکتیا کې لویه ستونزه بلل کېږي،چې ډېری ځوانان یې د پوره کولو لپاره کلونه کلونه له کور او کلي لېرې وي. 

د زرمت ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی نور احمد وايي:« که څه ولور ټیټ شي، د ټولنې او ځوانانو لپاره ښه خبره ده. که ټیټ نه شي، ډېری ځوانان به د لوړ ولور پوره کولو لپاره تر کلونو کلونو مسافر وي.»

دیني عالمان د ولور په کموالي ټینګار کوي او وایي، د کم مهر اخېستل د اسلام ستر پیغمبر سپارښتنه ده.

دیني عالم عبدالرحمان  وايي:«  رسول الله ص فرمایي غوره نکاح هغه ده،چې د هغه ولور یا مهر کم وي، ولور خو پښتو کې اصطلاح ده، شریعت کې خو مهر دی،مهرونه چې کم شي دا د عالمانو مسوولیت دی.  دیني عالمان باید په دې برخه کې کار وکړي،چې کم شي.»

د زرمت تر څنګ د پکتیا یو شمیر نورو سیمو کې هم د ولور په اړه ورته تړونونه شوي دي،خو ډېری سیمو کې لا هم په دې اړه قومي ناستې نه شوي او ولور ملیونونه افغانۍ اخېستل کېږي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي
روغتیا

د لغمان په ځینو سیمو کې ګرځنده روغتیايي ټیمونو خدمات درېدلي

مې 15, 2025
خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې
افغانستان

خوست کې د اورلګېدنو پېښې زیاتې شوې

مې 15, 2025
د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري
افغانستان

د ناروې کډوالو شورا: افغانستان لاهم یو میلیون داخلي بېځایه شوي لري

مې 15, 2025
د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري
افغانستان

د ملا برادر پر مشرۍ کازان غونډې ته تللی پلاوی به د هېوادونو له مشرانو او استازو سره لیدنې ولري

مې 15, 2025
خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي
افغانستان

خلک: د کابل ښاروالۍ پراختیايي پروژې هیله بښونکې دي

مې 15, 2025
د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی
افغانستان

د امریکا د کورني امنیت وزیره: افغانستان کې امنیتي وضعیت ښه شوی

مې 15, 2025

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist