Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

له کابله ابوظبۍ ته د کام ایر شرکت الوتنې پيل شوې

admin by admin
2021/10/20

د کام ایر هوايي شرکت مسولین وایي، لومړنۍ الوتنه یې له کابل ابوظبۍ ته دی او ترڅنګ یې له ترکیې سره هم خبري رواني دي،ترڅو د الوتنو  زمینه برابره شي.

د یاد شرکت مشر زمری کامګار وايي: «وړاندې زیاتي ستونزي وې او اوس دغه ستونزي حل شوي دي.موږ ته یو شمیر هېوادونه اجازه نه راکوي،چې الوت وکړو،خو چهارشنبه به لومړی پرواز ابوظبی ته وي. د ټکټونو بیې  مو هم ټیټې کړي دي. له  کابل ابوظبۍ ته به ۵۵۰ ډالر وي.»

په ورته وخت کې کامګار وایي، ډېر ژر به له کابله تاشکند او ترکیې ته هم الوتنې پيل کړي.

کامګار وايي: «د اسلامي امارت مسولینو د ازبکستان له چارواکو سره خبري کړي دي. ډېر ژر به له کابله تاشکند ته هم الوتنې پيل کړو او له ترکې هېواد سره هم خبري شوي دي.»

بل خوا اسلامي امارت د مطبوعاتو غړی بلال کریمي وايي،نړیوالې الوتنې نه دي پیل شوي او یو شمیر اختصاصي الوتنې شته او نړیوالو الوتنو  ته زمینه نه ده برابره شوې.

کریمي وايي: «ځیني اختصاصي الوتنې شته دی،خو په عمومي ډول الوتني نه دي پیل شوي نړیوالو هېوادونو ته.»

دغه هوايي شرکت وايي، پاکستان ته هم بېرته الوتنې پیل کوي،ځکه وړاندې د هوايي ټکټونو بیو لوړیدو د خلکو نیوکې راپارولې وې،خو اوس کار روان دی،چې له کابله اسلام‌اباد ته د یو طرفه ټیکټ بیه څلور سوه  ډالرو ته را ښکته شي.

د اسلامي امارت په واکمن کېدو سره دا لومړي ځل دی،چې د افغانستان یو خصوصي هوايي شرکت خلیج هېوادونو ته د الوتنو اجازه ترلاسه کړې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist