زلمي خلیلزاد ویلي، افغانستان کې د پخلاینې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په توګه له خپلې دندې ګوښه شوی.
خلیلزاد ویلي، دا یو ویاړ و، چې بیا امریکایانو ته خدمت وکړي.
نوموړي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، امریکايي ځواکونه وتلي او د متحدو ایالتونو لپاره جګړه ختمه شوې ده، خو دا وروستی څپرکی نه دی.
هغه زیاته کړې، د اقتصاد او امنیت په ګډون، افغانان مخې ته سترې ننګونې لري.
خلیلزاد د خپلو خبرو په دوام لیکلي، افغانستان کې د سولې او ثبات رامنځته کېدو ته ژمن پاتې شو او په خبره یې دا هغه څه دي، چې افغانانو یې د تېرو څلوېښت کلونو راهیسې ارمان کاوه.
په اخر کې هغه دا هم لیکلي، چې متحده ایالات به د افغانانو ترڅنګ ودرېږي.