Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پکتیا کې بزګران: د وریجو حاصلات د نورو کالونو پرتله زیات شوي

admin by admin
2021/10/19

د پکتیا ولایت څمکنیو ولسوالۍ کې یو شمېر بزګران وايي، سږ کال یې د  وریجو حاصلات د نورو کلونو پرتله څو برابره زیات شوي دي. 

دوی وايي، د وچکالۍ له کبله پر ډېره ځمکه وریجې نه دي کرل شوي، خو په خبره یې کرل شوې وریجې له ږلۍ او نورو طبیعي افتونو ساتل شوي او حاصلات یې زیات دي.

د  څمکنیو ولسوالۍ یو تن د وریجو بزګر وايي:« څمکنیو ولسوالۍ کې د وریجو حاصلات د نورو کلونو پرتله څو برابره زیات شوي دي. لامل یې دا دی، چې له ږلۍ او نورو طبیعي افتونو خوندي کې وو.»

د څمکنیو ولسوالۍ یو بل  بزګر بیا وايي:« سږ کال وچکالي هم وه، خو د وریجو حاصلات ښه دي او فصل یې له باران، ږلۍ او نورو طبیعي افتونو ساتل شوی او الحمد لله بیخي ښه دي.»

د څمکنیو ولسوالۍ یو شمیر لیرې پرتو سیمو کې د اوبو کموالي له کبله سږ کال وریجې نه وې کرل شوې او پر دغه ځمکو لوبیا او مۍ کرل شوې وې.

د څمکنیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی عاصم خان وايي:« دلته په لیرې پرتو سېمو کې د وچکالي له کبله خلکو وریجې نه دي کرلي، لوبیا، مۍ او ځینې نور فصلونه یې کرلي وو، چې حاصلات یې ښه نه وو.»

بزګران وایي، که کرنې وزارت ورته د وریجو اصلاح شوي او داسې تخمونه ورکړي، چې د سېمې له اب هوا سره برابر وي، د وریجو حاصلات به یې لا زیات شي.

د څمکنیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی جوهر وايي:« د وریجو شته تخمونه ډېر پخواني دي. که دلته زموږ کلیوالو ته د وریجو اصلاح شوي تخمونه ورکړل شي، حاصلات به یې له دې څو برابره زیات شي.»

پکتیا کې تر اوسه د وریجو اصلاح شوي تخمونه نه دي ویشل شوي، خو د غنمو تخم هر کال داسې مهال وېشل کېږي، چې ځمکې کرل شوي وي او بزګران له کرنې وزارت او مرستندویه موسیسو غواړي، چې تخمونه دې پر وخت ویشې.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist