Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

خلیلزاد له خپلې دندې استعفاء کړې

admin by admin
2021/10/19

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل زاد له دندې استعفاء کړې

 د امریکا بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د خلیلزاد د ګوښه کېدو له اعلان سره ویلي،چې د نوموړي مرستیال ټوماس وېست به د ده د پوست چارسمبالی وي.

بلېنکن وايي:« د امريکا لپاره د زلمي خليلزاد د يوې لسيزې له خدمتونو مننه، د افغانستان لپاره د ځانګړي استازې دنده لپاره د توماس ويسټ هرکلی کوم.»

یو شمېر شنونکي باور لري،چې خليلزاد د خپل کاري ماموريت پر مهال يوازې د امريکا ګټو ته لومړيتوب ورکو او د افغانستان ستونزې ته د يوې معقولې لارې په پيدا کولو بریالی نه شو.

شنونکی نذير زاهد  وايي:«زلمي خليلزاد د خپل ماموريت پر مهال  امريکا او طالبانو ترمنځ هڅې کولې او مخکينی حکومت په کې دخيل نه و، د خليلزاد هڅې د امريکا پر ګټه وې.»

د افغانستان د پخوانۍ څارګرې ادارې يو مشر رحمت الله نبیل پر خپله ټویټر پاڼه ليکلي،چې خليلزاد افغانستان يو اوږدمهاله ناورين کې ښکېل کړ.

نبيل زیاته کړې:« نوموړي افغانستان يو نه بدلېدونکي ناورين کې ښکېل کړ او له صحنې څخه بهر شو.»

خليلزاد له افغانستان سربېره د عراق لپاره هم د امريکا ځانګړی استازی پاتې شوی،خو افغان فعالان او شنونکي د هغه له ماموريته ناراضه برېښي.

د مخکيني حکومت د مشرانو جرګې غړې انارکلي هنريار وايي:« خليلزاد لاړ خو،دربدري، کډوالي، مهاجرتونه او په افغانستان قمار وهل يې ميراث پاتې شو.»

ژورنالېست سميع يوسفزی وايي:« خليلزاد د افغان حکومت د له منځه وړلو امريکايي پروژه په کاميابۍ سره پای ته ورسوله او وظيفه يې ختمه شوه.»

خلیلزاد له ۲۰۱۸ کال راهیسې د امریکا په استازیتوب له طالبانو سره د خبرو اترو مشري پرغاړه لرله،چې  د ۲۰۲۰کال په لومړيو کې د افغان سولې او جګړې پر مهال قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د دوحې هوکړه لاسليک کړه،هغه هوکړه چې شنونکي يې افغانستان کې د شته نظام پاشل بولي. 

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist