ایران په بېلابېلو توکو بار یوه الوتکه مرستې کندهار ته را رسولي، چې د تېرې جمعې ورځې د برید د قربانیانو پر کورنیو به وویشل شي.
تهران له دې وړاندې په کندز کې د داعش ډلې تر برید وروسته یاد ولایت ته د لومړنیو طبي مرستو سربېره بشري مرسته رالېږلې وه.
ایران کندهار کې پر شعیه لمونځ کوونکو برید غندلی او ډاډ یې ورکړی، چې د ټپيانو درمنله هم کوي.
د ایران ولسمشر د کندهار او کندز پېښو ته په اشارې ویلي، حکومت یې چمتو دی له طالبانو سره په افغانستان کې د ثبات او امنیت برخه کې مرسته وکړي.