د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې د نړیوال شل اوریزه جام لومړۍ تمریناتي لوبه سویلي افریقا ته تېره ورځ د ۴۳ منډو په توپیر وبایلله.
جنوبي افریقا په لومړي وار توپ وهنې سره افغان لوبډلې ته ۱۴۶ منډې هدف وتاکه.
د افغانستان د توپ اچونې نوبت تر توپ وهنې نسبتا ځکه ښه و، چې افغان توپوهونکو ژر ژر ويکټې له لاسه ورکړې.
په توپ اچونه کې مجيب ځدران د درېو لوبغاړو پر سوځولو تر نورو ښه وځلېد.
ورکړل شوی هدف افغان لوبغاړو پوره نشو کړی او لومړۍ تمریناتي لوبه يې وبایلله.
ټاکل شوې، چې افغان لوبغاړي خپله دویمه تمریناتي لوبه سبا د چهارشنبې په ورځ له ویسټ انډیز سره ترسره کړي.