Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

پاسپورټ ریاست مسوولین: نږدې ۴۰ زره پاسپورټونه مو وېشلي

admin by admin
2021/10/18

د افغانستان پاسپورټ ریاست مشر عالم ګل حقاني د یکشنبې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د تلې پر ۲۵  مه» وویل، د کار پيل له ورځې تر دې دمه  نږدې  ۴۰  زره پاسپورټونه وېشل شوي دي.

حقاني وايي، هره ورځ نږدې څلور زره پاسپورتونه ویشي او په خبره یې  له درکه یې ۲۲ میلیونه افغانۍ عواید راټولوي.

حقاني زیاتوی:« د پاسپورټ لړۍ چې پيل شوې، موږ تر اوسه پورې نږدې ۴۰ زره پاسپورټونه  وېشلي دي. دا کار اوس  په ډېر صداقت روان دی، مخکې چې کوم کار کېده،له هغه زیات کار روان دی.»

په ورخت کې حقاني په تېرو څو ورځو کې د یو شمېر کمېشنکارانو او جعل کارانو د نیولو خبر هم ورکړ.

حقاني زیاته کړه:«یو شمېر کمېشنکاران نیول شوي دی،د هغوی له جملې په حوزه کې بندیان دي او څېړنه ترې روانه ده.د کمېشنکارانو په هلکه زه جدي یم او اجازه نه ورکوم، چې د ملت پيسې واخلي.»

حقاني له خلکو غواړي،چې کمېشنکارانو ته دې پیسې نه ورکوي او دغه پروسه د پخواه په څېر نه ده او د پاسپورټ وېش کې شفافیت رامنځته شوی  دی. 

د حقاني په خبره،د پاسپورټ ریاست ته د خلکو له مراجعې سره اوس د عوایدو په راټولولو کې زیاتوالی هم راغلی.

حقاني زیاته کړه:« عواید زیات شوي دي، ځکه چې اوس زیات پاسپورټونه ورکول کېږي، د ورځې تر ۲۴ میلیونه عواید لرو او دا کافي عواید دي.»

لا هم پاسپورت ریاست هغو خلکو ته پاسپورتونه ورکوي، چې مخکې یې غوښتنه کړې او تر اوسه د نیو کسانو لپاره اجازه نشته، چې پاسپورت واخلي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist