د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي يرزان کازيخانوف او ورسره مل پلاوي تېره ورځ د رئیس الوزراء له مرستیال ملا عبدالغني برادر سره کتلي.
د قزاقستان استازي ویلي، په دې ځانګړو شرایطو کې افغانستان نه شي هېرولی.
کازیخانوف له افغانستان سره د پنځه زره ټنه اوړو د مرستې سند هم د رئیس الوزراء مرستیال ته سپارلی دی.
قزاقستان او افغانستان ژمن دي، چې یو له بل سره اقتصادي همکاري او دوه اړخيزه سوداګري نوره هم ښه او پراخه کړي.
يرزان کازيخانوف او مل پلاوي یې کابل کې د اسلامي امارت له بېلا بېلو مسوولینو سره کتلي دي.