دوی وايي، دغه فشارونه کوم ځای نه نیسي او د نړۍ او سیمې هیوادونه به باور ته ورسیږي،چې افغانستان هم د نړۍ برخه ده او باید ورسره سیاسي تعامل ته لاړشي.
د سیاسي چارو شنونکی شفیع اعظم وايي:« له دې وروسته باید افغانستان له نورو حکومتونو سره سټیج پر سټيج اړیکې ولري او د همدې اړیکو پر اساس خپلو ملي ګټو ته چې مقابل لوری به هم ورته ژمن وي کار وکړي. فشارونه کومه پایله نه ورکوي او د وخت ضایع ده. بالاخره به نړیواله ټولنه او د سیمې هېوادونه خپله قناعت ورکړي،چې افغانستان هم د نړۍ یوه برخه ده او ورسره تعامل ته حاضري دي، څومره ژر چې د حکومتونو ترمنځ د سټیج پرسټیج اړیکې جوړېږي دا د ملتونو پر ګټه دي.»
د نړیوالو تر ټولو ستر فشار اقتصادي دی او د افغانستان نږدې لس ملیارده ډالره یې کنګل کړي،چې له امله یې افغانان له اقتصادي بحران سره مخ دي.
د سیاسي چارو شنونکی طارق فرهادي وايي، د دغې ستونزې حل لپاره باید د افغانستان اوسنی حکومت خپلې کړې ژمنې، چې د ښځو حقونو په برخه کې او د ټول شموله حکومت د جوړښت په تړاو یې کړي دي، باید عملي کړي.
فرهادي زیاتوي:« ترټولو ستر فشار همدا دی،چې د افغانستان ارضي ذخایر منجمد او یا کنګل شوي دي. د دې لپاره چې افغانستان کې اقتصادي بحران رامنځ ته نه شي،دغو ذخایرو ته اړتیا لري او د حل لاره یې همدا ده. حکومت چې څه ویلي دي،هغه عملي کړي له ډلې یې یو دا دی،چې حکومت ټول شموله وي،چې طالبانو هم دا خبره کړې او بله دا چې ویلي دي، چې د ښځو حقوق تامین کېږي. که څه هم حقوق یې تامین دي،خو باید کار ته لاړې شي او تنخوا ورکړل شي.»
له دې وړاندې اسلامي امارت ویلي و،چې د فشارونو پر ځای دې نړۍ له افغانستان سره د ډیپلوماتیکو چینلونو له لارې اړیکې ټینګې کړي او هغه ټول اصول یې مراعت کړي،چې د نړیوال رسمیت او مشروعیت لپاره اړین دي.