Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

شنونکي: د سیمې هېوادونو چارواکو سره د اسلامي امارت چارواکو لیدنو افغانان هیله من کړي

admin by admin
2021/10/18

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي وايي، د روسیې او هند له لوري د افغانستان په تړاو ناستو ته چمتووالی او د منځنۍ اسیا او ګاوندیو هېوادونو له لوري افغانانو سره د اقتصادي او بشري مرستو دوام هیلې زیاتې کړي دي، چې افغانستان به په راتلونکي کې له سیمې او نړۍ سره ښې او نږدې اړیکې ولري.

شنونکی خیرالله شینواری وايي: «په دې وروستیو کې د مرکزي اسیا هېوادونو له خوا د لوړ رتبه چارواکو راتګ افغانستان ته، د سوېلي اسیا هېوادونو ګرمې ناستې او د دوی سیاسي دریځ څرګندوالی، د دغو هېوادونو او د سیمې اقتصادي همکاریو اطمنان او افغانستان ته د دوی د بشري مرستو رارسیدل، دا هغه مثبت ټکي دي، چې په راتلونکي کې به افغانستان د سیمې او نړۍ سره ښې اړیکې ولري.»

شنونکي د نړیوال مشروعیت لپاره د سیمې باور او ګاونډیانو سره د افغانستان پراخه اړیکې مهمه بولي او زیاتوي، په دې سره به له نړۍ سره د افغانستان پرې شوې اړیکې بیا وصل او د مشترکو ګټو نوی باب به پرانېستل شي.

شنونکی حکمت الله حکمت وايي: «په نړیوالو اړیکو کې د مثبتې بې طرفۍ په ساتلو سره سیمه لومړیتوب لري. سیمه پر نړیوالو اړیکو تاثیر لري، که موږ په سیمه کې د مشروعیت د ترلاسه کولو ګام واخلو، نو نړۍ به اړه وي، چې زموږ د مشروعیت د منلو لپاره لاس په کار شي او په دې کار کې باید لومړیتوب هغو هېوادونو ته ورکړل شي، چې موږ سره په عملي توګه ریښتینې همکاري کوي او لاس راکوي.»

په ټوله کې د نړیوال مشروعیت لپاره له اسلامي امارته د انعطاف ښودلو غوښتنه کېږي او هغه شرایط،چې نړیوالې ټولنې د نوي حکومت د رسمیت پيژندو لپاره ایښي پر منلو یې ټنیګار کېږي.

غوښتنه دا ده چې اسلامي امارت دې له ناورین څخه د افغانستان ژغورلو لپاره د نړیوالو مشروع غوښتنې ومني او نه دې پرېږدي، چې هېواد له نورو نړیوالو بندیزونو سره مخ شي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist