روسیه کې تېره ورځ په یوه میاشت کې د کورونا وبا تر ټولو ډېرې مثبتې پېښې ثبت شوي، چې د تېرې میاشتې په پرتله اویا سلنه لوړوالی ښیي.
روسیه کې کورونا سره د مبارزې ملي ادارې ویلي، تېره ورځ یې څه باندې ۳۴ زره مثبتې پېښې ثبت کړي دي.
د مالوماتو له مخې، روسیه کې یوازې په تېرو دوو ورځو کې نږدې دوه زره کسان له کورونا وبا مړه شوي دي.
روسیه کې خلک لا هم پر کورونا واکسین شکمن دي، چې له امله یې دا پروسه ټکنی روانه ده او د پېښو شمېر یې لوړ کړی دی.
د مالوماتو له مخې، روسیه کې د نفوس ۲۹ سلنه خلک واکسین شوي، چې شمېر یې ۴۳ میلیونه کسانو ته رسېږي.