<h4 style="text-align: right;">په مسکو کې د افغانستان په تړاو ناسته، چې ټاکل شوې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ پیل شي، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی او اجرائیه مشر عبدالله عبدالله نه دي ورغوښتل شوي.</h4> <!--more--> <h4 style="text-align: right;">کابل کې د روسيې سفارت پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي، د حامد کرزي او عبدالله عبدالله نومونه په لېست کې نشته او نه به هم دغې غونډې ته و بلل شي.</h4> <h4 style="text-align: right;">اسلامي امارت ویلي، دغه ناسته کې د ګډون لپاره به د لومړي وزیر دویم مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي ورولېږي.</h4> <h4 style="text-align: right;"> </h4>