Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د میدان وردګو لرې پرتو سېمو اوسېدونکي:د وچکالۍ له امله خپلو سېمو پرېښودو ته اړ شوي یو

admin by admin
2021/10/18

د میدان وردګو ولایت ملي خیل یوه لرې پرته سېمه ده،چې اوسېدونکي یې له وچکالۍ کړېږي او روغتیايي خدمتونو ته هېڅ لاسرسی نه ‌لري. 

ډاکټر شا ولي همت چې  د دې کلي په کلنیک کې ډاکټر دی وايي، تر دې وړاندې د نا امنۍ له امله خلکو خپلې مېنې پرېښودې،خو اوس د وچکالۍ او روغتیايي خدمتونو  ته د نه لاسرسي له امله سیمه پرېږدي.

همت  وايي:« د دغې پوستې له امله دغه ټول کورونه، دغه خلک له دې ځایه کډه شول او ولاړل. دغه زموږ کورونه وو.»

ډاکټر شاولي وايي،د حکومت او طالبانو ترمنځ ډزو او راکټونو دا کورونه پر ویجاړیو بدل کړي دي.

همت زیاته کړه:« هلته د حکومت پوسته وه او دلته به طالبان ورته راتلل. دلته به داسې هاوان کاري او ډزې کېدې،چې په دې کورونو کې به چا بیخي څه پر سترګو نه لیدل، داسې یو حالت وو.»

د یاد  کلي اوسېدونکي چې کلونه جګړې يې ژوند ځپلی دی،لا یې د جګړې غم نه دی هېر شوی  او  اوس د اوبو او خوراکي توکو او درملو له نه شتونه کړېږي.

همت زیاته کړه:« بلکل، دا ټول کورونه چې تاسې وینئ، ټولو به له دې څاه ګټه اخیسته،خو اوس په کې اوبه نه شته او یا خلک دا وس نه لري،چې کوم سیخان دې ته ضرورت دي هغه واخلي او دا بېرته جوړ کړي. نو د اوبو له کمښت سره ټول مخ دي،هېڅ څوک نه شي کولای،چې دا کورونه بېرته اباد کړي.»

په دې سیمه کې یو کلینک دی،چې له ډېرو لرو کلیو او بانډو ورته ښځې او ماشومان راځي، خو د دغو ډاکټرانو له وس هم څه پوره نه دي،ځکه نه درمل شته او نه یې مناسبه درملنه کېږي.

دا او ورته نور سیمه‌یز کلینیکونه چې د نړیوالو له لوري یې مالي ملاتړ کېده،د نوي تحول سره پرې پیسې بندې شوي او روغتیاپالان یې د معاش د نه ترلاسه کولو شکایت کوي.

همت وايي:« لومړۍ ستونزه د درملو کمښت او نه شتون دی، دویمه ستونزه د معاشونو ستونزه ده، درېیمه دا چې خوراکي توکي نه شته، دا ټولې ستونزې دي. لکه د ماشینونو او ریفریجټرونو سیسټم لپاره تیل نشته. زموږ د لابراتوار توکي هم خراب شوي او دا ټولې ستونزې د رژیم د بدلون پر مهال رامنځ ته شوې دي.»

له عامو وګړو سربیره ډاکټران هم راتلونکي ته ډېر هیله من نه دي او اندیښنه لري،چې هر څه تر بد بدتر نه شي.

هغه وايي:« په دې ځای کې ما ۱۱ کاله کار کړی دی. ټول کالونه مې  د جنګ په حالت کې تېر شوي دي. زه ډېر خسته شوی یم، ان له دې کاره او له دې چاپیریال څخه په دومره اندازه خسته شوی یم،چې هیڅ اندازه نه لري. خو دا چې مجبوریت دی او په ټولو ځایونو کې دا حالت دی.»

په دې کلنیک کې اوس مهال ۶۰ کارکوونکي،روغتیاپالانې او ډاکټران کار کوي او له تیرو درې میاشتو راهیسې یې معاش نه دی اخیستی.   

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist