بل خوا د ازبکستان لومړي وزیر مرستیال عمر زایوف ویلي، دواړو لوریو په اقتصادي، تجارتي،ترانسپوټ او وسپیني پټلۍ په اړه خبري کړي او د شته ستونزو پر حل لارو توافق شوی دی.
عمر زایوف زیاتوي:« موږ دواړو لوریو اقتصادي، تجارتي،ترانسپورټي، انرژي او وسپینې پټلۍ په تړاو خبرې وکړې او د هرې برخې کاري ټیمونو دغو موضوعاتو په تړاو بحث او خبرې درلودې. مناسبو حل لارو ته د رسېدو په موخه او یا هم دا چې په بل پړاو کې کوم کارونه وکړو،ترمنځ مو توافق وشو . اوس د ژمي فصل په مخکې لرو او زموږ افغان وروڼه لومړنیو توکو ته اړتیا پیدا کوي،په دې تړاو مو هم سره بحث وکړ.»
د اسلامي امارت د رئیس الوزرا دوهم مرستیال ویلي، د پلخمري او سورخان د ریل پټلۍ د فعالولو په تړاو هم خبري شوي او د بلخ هوايي ډګر په برخه کې به تخنیکي مرستي وکړي.