د ترکیې د ناورين او بېړنيو حالاتو مدیریت مشر يونس سيزر پرون د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي سره کتلي دي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي، په یاده ليدنه کې یونس سیزر ويلي، چمتو دي د مهاجرینو او بېړنيو حالاتو لپاره په روزنه او بشري مرستو برخه کې له افغانستان سره مرستې وکړي.
امیر خان متقي د مننې ترڅنګ ورته ویلي، د ژمي له راتګ مخکې بايد لرې پرتو سیمو ته مرستې ورسول شې او اسلامي امارت به د مرستو په رسولو او مدیریت کې مرسته وکړي.