د سیاسي چارو یو شمېر تحلیل کوونکي وايي، د مسکو ناسته اسلامي امارت ته دا فرصت په لاس ورکوي،چې له نړیوالو سره مخامخ خپلې غوښتنې شریکې کړي.
د پوهنتون استاد فیض ځلاند وايي، یاده ناسته چې د امریکا په شمول به په کې د سیمې لوی هېوادونه ګډون ولري،د سیمه ییزې اجماع له رامنځ ته کېدو سره به هم مرسته وکړي.
ځلاند وايي:« د مسکو ناسته مهمه ده. ماته ښکاري،د سیمې اجماع به رامنځ ته کړي،د اسلامي امارت دریځ به هم په کې راښکاره شي. یولسیز کسیز پلاوی د بهرنیو چارو وزیر پر مشرۍ پلاوی مسکو ته ځي. د سیمې د امنیت او ثبات لپاره به زیری ولري. دا ناسته به د اقتصادي او سیمه ییزو همکاریو په برخه کې مهمه ناسته وي.»
مسکو له دې وړاندې هم څو ځله د افغانستان د مسلې د حل لپاره د اسلامي امارت او د سیمې هېوادونو استازي ورته ناستو ته وربللي وو.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکي په دې باور دي،چې د مسکو ناسته اسلامي امارت ته دا فرصت ورکوي،چې خپل دریځ په کې واضح کړي او مخامخ نړیوالو سره خپلې غوښتنې او اندېښې په دې نړیواله ناسته کې شریکې کړي.
د سیاسي چارو تحلیل کوونکی شېرحسن حسن وايي:« دابه ښه زمینه وي،چې د طالبانو استازولي وکولای شي،خپل دریځ واضح کړي، له نړیوالو غوښتنې وکړي،د روان بحران په اړه چې قیمتي او بې کاري ده، مخامخ خپل مسایل شریک کړي.»
مسکو به د اکتوبر پر شلمه نېټه د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې ناستې کوربه وي،چې د بهرنیو چارو وزیرانو پر کچه رابلل کېږي او د امریکا په ګډون د سیمې مهم هېوادونه په کې برخه اخلي.
روسیې د اسلاميامارت مشرانو ته هم بلنه ورکړې او ټاکل شوې ده،چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي پر مشرۍ یو باصلاحیته پلاوی مسکو ته لاړ شي.
له دې سره د ایران د بهرنیو چارو وزارت هم د بهرنیو چارو وزیرانو پر کچه د روانې میاشتې په وروستیو ورځو کې د یوې ناستې خبر ورکړی دی.
د ایران په کوربتوب دغه ناسته د روسیې له غونډې اووه ورځې وروسته جوړېدونکې ده.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند سعید خطیب زاده وايي:« ایران به د اکتوبر پر ۲۷ نیټه د افغانستان په تړاو د ګاونډیو هېوادونو بهرنیو چارو وزیرانو پر کچه ناسته جوړ کړي. دا ناسته به په حضوري ډول ترسره کېږي. دا لومړی ځل دی،چې تهران د افغانستان په تړاو د داسې ناستې کوربتوب کوي.»
داسې ښکاري،چې اوس د افغانستان مسله تر ډېره سیاسي شوې او هېوادونه غواړي، د افغانستان پرسر یو له بل سره سیالي وکړي.
له طالبانو تمه دا ده،چې دغو ناستو ته دې د یوې سمې ډیپلوماسۍ سره لاړ شي،ترڅو ګټې یې د افغانستان پر لور راتاو کړي.