Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

امریکايي او اروپايي هېوادونو ته یو ځل بیا افغاني صادرات پیل شول 

admin by admin
2021/10/18

د نړیوال ټرانزیټ او ټرانسپورټ مسوول امرالدین ستانکزی وايي، له اوږده ځنډ وروسته یو ځل  بیا له افغانستانه د منځنۍ اسیا له له لارې استرالیا، امریکا او اروپایي هېوادونو ته افغاني صادرات پیل شول.

ستانکزی وايي،د صادراتو په دغه جوپه کې د سلګونه زره ډالرو په ارزښت سلګونه ټنه کرنیز محصولات، وچې او تازه مېوې او لاسي صنایع شامل دي.

ستانکزی وايي، دمګړۍ د صادراتو په برخه کې کومه ستونزه نشته او دوی کولی شي افغان صادرات تر نورې نړۍ ورسوي.

ستانکزي زیاته کړه:« له سلو ټنو زیاته وچه مېوه، تازه مېوه، غالۍ، زعفران او لاسي صنایع، دوی وکولی شو،چې د منځنۍ اسیا له لارې استرالیا، اروپا، هالنډ او نورو هېوادونو ته ورسوي.»

ستانکزی وايي،هڅه کوي،د صادراتو او وارداتو برخه کې شته ستونزې حل او بهر ته د صادراتو کچه لوړه کړي.

د کابل ګمرک مشر محمد عبدالله بلال وايي،اوس مهال افغاني محصولاتو او صادراتو ته به بازار موندنه کوي او له یو شمېر هېوادونو سره یې خبرې روانې دي،چې له افغانستان سره سوداګرۍ او ټرانزیټ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.

بلال وايي:« اسلامي امارت دې ته ژمن دی،چې زموږ د هېواد ټول صادرات او مېوې صادرې کړي او نورو هېوادونو ته یې ورسوي،هغه که اروپا ته وي، منځنۍ اسیا ته وي، او که نورو هېوادونو ته وي. دوی کوشش کوي،چې بزګران او سوداګر له اقتصادي مشکلاتو راوباسي او د دوی مېوې او نور سبزیجات په ښه بیه ورته وپلوري او به بهر  ورته ښه بازار پیدا کړي.»

د نړۍ نورو هېوادونو ته د افغان صادراتو د لېږد بهیر په تېر حکومت کې پیل شوی و،چې د سیاسي او نظامي بدلون سره هر څه پر ټپه ودریدل او دا دی یو ځل بیا پیل شول.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist