Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

کورنیو چارو وزارت: د هېواد شمال کې د داعش جنګیالیو شتون په اړه د روسیې اندېښې بې ځایه دي

admin by admin
2021/10/17

د افغانستان کورنیو چارو وزارت قاري سعید خوسيتي د شبنې پر ورځ د «۱۴۰۰ کال د تلې پر ۲۴ مه » د روسیې هېواد هغه ادعاوې رد کړې،چې ګواکې د هېواد په شمال کې د داعش ډلې ۲ زره جنګیالي شتون لري او د منځني ختیځ لپاره ستر ګواښ دی.

خوستی وايي، په افغانستان کې هېڅ ترهګره ډله فعالیت نه لري او د داعش ډلې په تړاوو دې هم څوک اندیښنه نه کوي،ځکه ددغې ډلې وړې هستې هم د لمنځه تلو په حال کې دي .

خوستی زیاتوي:« الحمد الله په  افغانستان کې امنیت ټینګ دی، کومه اندېښنه، چې دوی څرګندوي، دا بې ځایه ده.»

خوستی وایې، په وروستیو کې د عبادت ځایونو د ساتنې لپاره میکانیزم جوړ کړی،تر څو د خونړیو بریدونو مخه ونیول شي.

هغه زیاته کړه:« څنګه کولای شو، په راتلوونکې کې له دې برېدونو خپل هېوادوال وژغورو. په دې برخه کې کار شوی دی. موږ لاهم کار کوو،چې په راتلوونکې د دا ډول برېدونو شاهدان ونه واوسو.»

 د چارو یو شمیر څارونکي بیا وایي، نړیوال قدرتونه  د اقتصادي جګړې په درشل کې دي،چې هڅه کوي، افغانستان یو ځل بیا د جګړو په ډګر بدل کړي او خپلې ګټې خوندي کړي.

د چارو څارونکی جاوید مومند وايي:« زه فکر کوم،دلته اوس  د امریکا، روسیې او چین رقابتونه دي. دغه رقابتونه د دې لامل کېږي،چې بلاخره ځنې ډلې رامنځته شي. خو زه دا وایم،چې په افغانستان کې باید د دغو جګړو یا پروژو مخه  ونیول شي، که ونه نیول شي، خدای مه کړه،چې بیا  بله پروژه پر افغانستان ونه تپل شي.»

کورنیو چارو وزارت داسې مهال په شمال کې د داعش جنګیالیو د شتون په اړه د روسیې اندیښنې ځوابوي،چې داعش په ترو دوه اونیو کې په شمال او جنوب لویدیځ کې خونړي بریدونه کړي، چې لسګونه کسان یې یې وژلي او له سلو ډېر یې ټپیان کړي دي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist