د ديپلومات په نوم یوې نشریې ویلي، دمګړۍ په افغانستان کې هر څه په ټپه ولاړ دي او نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو ته په کار ده، چې له اسلامي امارت سره خبرې پيل کړي.
یادې نشريي ویلي، د خبرو پیلولو برخه کې بېړه په کار ده.
بل پلو فرانسوي شنونکو ویلي، نړیواله ټولنه باید له افغانستان سره د اقتصادي مرستو تر څنګ د دغه هېواد کنګل شوې شتمني هم ازاده کړي.
راپورونه د فرانسوي شنونکو له قوله وایي، نړیوالې ټولنې په وروستیو کې له افغانستان سره د شاوخوا یو میلیارد یورو بشري مرستې اعلان کړي، چې دا بسنه نه کوي.