هند د افغانستان پر روانو وضعیت او د بشري ناورین مخنیوي لپاره کنفرانس جوړوي.
په دغه کنفرانس کې، چې د هند ملي امنیت شورا په نوښت جوړېږي د پاکستان، روسیې، چین، ایران، تاجکستان او ازبکستان د ملي امنیت سلاکاران ور بلل شوي دي.
هندي چارواکو ویلي، دغه کنفرانس کې به افغانستان کې د روان بشري ناورین د مخنیوي پرلارو چارو او همدارنګه د طالبانو له لوري د بشري حقونو د رعایتولو پر اړتیا خبرې وشي.
ټاکل شوې، چې یاد کنفرانس د راتلونکې میاشتې پر لسمه او یوولسمه نيټه جوړ شي.
له بل لوري روانه اوونۍ د روسیې په بلنه مسکو کې هم د افغانستان په اړه د کنفرانس جوړېدو ویل شوي، چې طالبان به په کې ګډون ولري.