د اسلامي امارت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي ویلي، د افغانستان د بانکي زېرمو کنګل کېدل او د نړۍ له خوا د دوی د حکومت په رسمیت نه پېژندل، د افغانانو پر حقونو تېری دی.
متقي د ترکیې له اناتولي خبري اژانس سره مرکه کې د داعش وروستیو بریدونو ته په اشارې ویلي، دا ډله د نظامي ځواک له پلوه ځواکمنه نه ده، خو هڅه کېږي، چې اوسنی حکومت کمزوری وښودل شي.
د متقي په خبره، له بیرون پر اسلامي امارت فشارونه هغه څه دي، چې د داعش ډلې مورال لوړوي.
د افغانستان له سقوط وروسته یواځنۍ ډله، چې د طالبانو پر ضد یې وسله واله مبارزه پيل کړې داعش ډله ده.
دغې ډلې تر اوسه د کابل په ګډون کندز او کندهار ولایتونو کې مرګوني خونړي بریدونه کړي دي.