د افغانستان کورنیو چارو وزارت ویاند قاري سعید خوستی وايي، په لوګر ولایت کې د اسلامي امارت او جمهوریت ځواکونو لیکو کې د وژل شویو کسانو له ۲۵۰ یتیمانو سره یې نقدي مرسته وکړه.
خوستی وايي، اسلامي امارت د مسوول نظام په توګه د طالبانو او عسکرو کورنیو او یتیمانو ته په یوه سترګه ګوري او سرپرستي یې پر غاړه اخلي.
خوستي زیاته کړه:« نن مو دلته لوګر کې دوه سوه پنځوس یتمیان را غوښتي شوي،چې نیم یې د مجاهدینو د شهیدانو یتیمان دي او نیم یې د عسکرو دي. دوی ته په یو ډول مرسته ورکول کېږي،ځکه دا د ملت او د نظام یتیمان دي.»
خوستی وايي، د طالبانو او عسکرو له یتمیانو سره د نقدي مرستې دغه لړۍ به له توپیر پرته نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.
هغه زیاته کړه:« موږ داسې تصمیم لرو،چې دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغځوو،بلکې د ټول هېواد پر کچه د یتیمانو غم وخوړل شي.»
د لوګر اطلاعاتو او کولتور مشر عاکف مهاجر وایي،په ورته ډول دغه ولایت کې له لسګونه یتیمانو او بې وزله کورنیو ته د کوچني کاروبار موندلو برخه کې هم مرسته شوې ده.
مهاجر زیاتوي:« ځنې کسانو ته مو هټۍ او زرنج اخیستي دي،ځینې سیمو کې مو د یتیمانو کورنیو ته غواګانې اخیستي او نورو ته مو نقدي پیسې ورکړي،ترڅو پرې کوچنی کاروبار برابر کړي.»
سعید خوستی وایي،اسلامي امارت ژمن دی،چې له توپیر پرته به د طالبانو او عسکرو یتیمانو ته په یو ډول د زده کړو زمینه برابروي او پالنه به یې کوي.