د اسلامي امارت د وزیرانو شورا د پرېکړې له مخې، د ځنګلو پر وهلو او دغه راز د چهارتراشو پر پلورل او انتقال د مخکې په څېر په بشپړه توګه بندیز لګولی دی.
وزیرانو شورا امنیتي او ولایتي مسئولینو ته خبر ورکړی، چې په کلکه د دغې چارې مخنیوی وکړي.
دغه راز په شورا کې پرېکړه شوې، چې د صرافانو، سوداګرو، مهمو کارپوهانو او مشهورو برجسته کدرونو، نفتو زېرمو، تاسیساتو او نورو اړوندو وسایلو امنیت ساتلوته دې جدي پاملرنه وشي.
د وزیرانو شورا ویلي، د دوی امنیتي تدابیر سنجول او لازمې اسانتیاوې ورته برابرول د امنیتي هیئت مسوولیت دی.