ټاکل شوې، چې څلور ورځې وروسته به مسکو د افغانستان په تړاو یوه غونډه جوړه کړي، چې په دغه ناسته کې به د اسلامي امارت د رئیس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي هم برخه واخلي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي و، مسکو به د روانې اکتوبر میاشتې پر شلمې نېټې د افغانستان په اړه د یوې نړیوالې غونډې کوربه وي.
د افغانستان بهرنیو چارو وزارت ویلي، د ریيس الوزرا مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ د اسلامي امارت لوړ پوړی پلاوی به د مسکو په راتلونکې غونډه کی ګډون وکړي.
مولي عبدالسلام حنفي به په یاده غونډه کې د بېلا بېلو هېوادو له استازو سره پر یو شمېر مهمو موضوعاتو خبرې وکړي.