پوټین د خپلو مالوماتو پر اساس ویلي، د افغانستان شمال کې د اسلامی دولت ډلې د غړو شمېر کم تر کمه دوه زره کسانو ته رسیږي، چې غواړي منځنۍ اسیا هېوادونو ته نفوذ وکړي.
پوټین دا هم ویلي، ځینې ترهګر په پام کې لري، چې د کډوالو په نوم د منځنۍ اسیا هېوادونو او د روسیې په قلمرو کې پرتو جمهوریتونو ته ننوځي.
په دې ورستیو کې له افغانستانه د ګواښ په توګه د داعش ډلې سر راپورته کېدو روسیه او ځینې نور هېوادونه اندېښمن کړي دي.