Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه

د پکتیا فرهنګیان:د  ګردیز بالاحصار د بشپړ نړېدو له ګواښ سره مخ دی

admin by admin
2021/10/16

په پکتیا ولایت کې یو شمېر فرهنګیان وايي،د مرکز ګردیز بالاحصار هر کال د ورښتونو له امله  یې زیاتې برخې نړیږي او په خبره یې اوس له نیمایي ډېر ویجاړ  او ډېره برخه ځمکه یې غصب شوې ده .

دوی اندیښنه لري،که اسلامي امارت یې رغیدو ته پاملرنه ونه کړي،بالاحصار به په بشپړ ډول ویجاړ او پاتې ځمکه به یې هم غصب شي.

لیکوال او شاعر ساحل منګل وايي:« دا دی بیا ژمی په را رسیدو دی،د بالاحصار ډېرې برخې په نړیدو دي او ځینې یې مخکې نړیدلي دي. که ورته پام ونه شي،بالاحصار به په بشپړ ډول ویجاړ او تاریخي ارزښت به له لاسه ورکړي.»

لیکوال او ژورنالیست فرید احمدزی وايي:« د دې بالاحصار د رغولو لپاره باید اسلامي امارت کوټلي ګامونه واخلي،څو له ویجاړیدو وژغورل شي او د کورنیو او بهرنیو سیلانیانو پام ور واوړي.»

د ګردیز دغه تاریخي جنګي کلا شااوخوا دری زره کاله وړاندې د کوشاني پاچا حمزه له لوري جوړه شوې او د هېواد له لرغونو ابداتو بلل کېږي.

د پکتیا اطلاعاتو کولتور ریاست د تاریخي ابداتو امر احمدګل توتاخېل وايي:« ګردیز بالاحصار په پکتیا ولایت کې یوه لرغونې او تاریخي ابده ده. د تاریخ په اوږدو کې د جنګي کلا په حیث ترې ګټه پورته شوې،د هغه څېړنو له مخې،چې پرې شوي ګردیز بالاحصار تر دری زره کلونو تاریخي قدامت لري.»

د اطلاعاتو کولتور مشر خالقیار احمدزی وایي،د بالاحصار یوه برخه ځمکه غصب شوې او په تېر کې د ناپاملرنې له کبله د دغه تاریخي کلا ډېرې برخې ویجاړې شوي دي دي. 

احمدزی وایي،اسلامي امارت به ځمکه له غاصبینو را وګرځوي او په خبره یې د بالاحصار د رغیدو چارې به پیل شي. 

 هغه زیاته کړه:«هڅه روانه ده،چې د بالاحصار غونډۍ ټوله شنه او زرغونه شي،کوم کورونه چې دلته ودان دي او خلک میشت شوي،دوی ته به بدیل ورکول کېږي. ځمکې به ورکول کېږي، تېرې اداره کې هم داسې یو پلان باندې کار شوی وو،خو اسلامي امارت به دا ځل عملي ګامونه اخلي.»

په تېرو کلونو کې خلکو ته یوازې د نوي کال په ورځ اجازه ورکول کېده،چې بالاحصار له نږدې وګوري،خو په ټولییز ډول غوښتنه دا ده،چې اسلامي امارت دې دغه تاریخي جنګي کلا ورغوي او خلکو ته دې د ورتګ اجازه ورکړي.

ShareTweetShareSendSend

Related News

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې
افغانستان

له فراغت وروسته بېکارۍ، ننګرهار کې له ځوانانو د لوړو زده کړو انګېزه اخیستې

فبروري 1, 2026
هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي
افغانستان

هرات ښاریان: پر سړکونو تمځایونه د لار بندېدو او ټرافیکي بې نظمیو لوی لاملونه دي

فبروري 1, 2026
Three-Day Domestic Products Exhibition Opens in Helmand
افغانستان

په هلمند کې د کورنیو تولیداتو درې ورځنی نندارتون پرانستل شو

فبروري 1, 2026
کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي
افغانستان

کابل کې لسګونه ټنه تاريخ تېر خوراکي او غیر خوراکي توکي نیول شوي

فبروري 1, 2026
ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي
افغانستان

ثاقب: د نفلي حج اداء کوونکو ته نوبت نه ورکول کېږي، مراجعه دې نه کوي

فبروري 1, 2026
پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی
نړۍ

پاکستاني رسنۍ: افغانستان سره لارې بندولو، پاکستان اقتصادي ناورین ته نږدې کړی

فبروري 1, 2026

وروستي خبرونه

Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

له موږ سره اړیکه

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist