د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټیډروس ادانوم ویلي، له تېر یوه کال راهیسې د کرونا پیښې په خپله ټیټه کچه کې دي، خو ګواښ یې لا تر اوسه پای ته نه دی رسېدلی.
ادانوم زیاته کړې، چې اوس هم پر نړیواله کچه د اونۍ ۵۰ زره کسان د کرونا له امله مړه کېږي.
د روغتیا سازمان چارواکو ویلي، دا ویروس ژر ختمېدوونکی نه دی او باید ډېر احتیاط ورسره وشي.
ادانوم د تېر په څېر یو ځل بیا پر نړیوالو غږ وکړ، چې د واکسینو تطبیق دې عام کړي او په مساوي توګه دې و ویشل شي.
نووړي همدا راز په مخ پر ودې هېوادونو کې د بد روغتیايي وضعیت اندئښنه هم څرګنده کړه.