د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي وايي، مولوي امیر خان متقي د یو لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ نن ترکیې ته لاړ او هلته به د ترکیې له چارواکو سره پر یو شمېر مهمو مسایلو خبرې وکړي.
بلخي وايي، امیر خان متقي ترکیې ته د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر داود چاووش اوغلو په رسمي بلنه انقری ته روان شو.
د بلخي په وینا، ترکیې سره به د اړیکو پر لاښه والي، سوداګرۍ، بشري مرستو، مهاجرینو او دغه راز د هوایې ترانسپورت برخه کې پر یو لړ تصامیمو غور کېږي.
عبداقهار بلخي ویلي، په دغه افغان پلاوي کې مولوي امیرخان متقي، ملا خیرالله خیرخوا، ملا عبدالحق وثیق، مولوی نورجلال جلالي، شیخ شهاب الدین دلاور، سهیل شاهین، حاجي محمد ابراهیم او خپله دی عبدالقهار بلخي شامل دي.