دجي شل هېوادونو د افغانستان په اړه پرلیکه ناسته کړې او په کې له افغانانو سره له یو ملیارد ډالرو زیاته مرستې اعلان شوه، چې په دغو مرستو کې درې سوه ملیونه یورو د اروپايي ټولنې دي، چې د بې ځایوشویو خلکو پر سرپنا، بشري حقونو پر ساتنې او د واکسین پر بهیر به ولګول شي.
ناسته کې ټینګار پر دې شوی دی چې دغه مرستې د طالبانو حکومت رسمیت پیژندو په مانا نه دي او د نړیوالو مرستندویه سازمانونو له لارې به ولګول شي.
د سیاسي چارو شنوکي وايي، د دې لپاره چې د دغو مرسته شویو پیسو په لګولو کې فساد ونه شي او په کې د نورو اهدافو مخه ونیول شي، باید د اوسني حکومت له لارې ولګول شي، ترڅو له دې کار سره به دغه مرستې ګټورې او اغیزناکې تمامې شي.
شنونکي عزیز معارج وايي: «دغه مرستې چې جي شل او یا هم نور خیریه نړیوال بنسټونه یې له افغانستان سره کوي، دا ډېرې اړینې او ګټورې دي، خو که چېرې دغه مرستې د حکومت او طالبانو له لارې وشي اغیز به یې زیات وي په کې د فساد، بې ځایه مصارفو او نورو هغو مسایلو چې شوم وي، مخه ونیول شي.»
ځنې بیا وايي، که دغه مرستې، په همدې توګه اعلان شوي ولګول شي، ډېری برخه به یې له هېواد بهر مصرف شي او یوازې یوه پر لسمه برخه به یې پرر کور دننه افغانانو ته ورسېږي.
طالبانو ته په کار ده چې د خپل نظام لپاره نړیوال مشروعیت واخلي او د خپل مشروعیت په زور دغه مرستې،چې د افغان ولس حق دی،منسجمې کړي.
شنونکي طارق فرهادي وايي: «دغه مرستې به د نړیوالو انجو ګانو او ملګرو ملتونو له لارې مصرف شي او که د دغو مرستو یوه پرسلمه برخه هم افغانانو ته ورسېږي باید خوشحاله اوسي او متاسفانه چې سیستم همداسې دی. د دغو مرستو زیاته برخه بهر کې مصرف کېږي، ځکه نړۍ حکومت پر رسمیت نه پیژني او حکومت باید ځان ته مشروعیت پیدا کړي او دغو مرستو ته انسجام ورکړي .»
له دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي سرمنشي انټونیو ګوترس ویلي، چې افغانان له اقتصادي بحران سره مخ دي او د طالبانو له امله باید دوی ته سزا ورنه کړل شي.